د غزني ولایت ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په اندر ولسوالۍ کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دغو سرچینو په وینا، دا پېښه د سهشنبې په ورځ، د میزان په ۱۴مه، ماسپښین وروسته د اندر ولسوالۍ په «شهباز» سیمه کې، د کابل – کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې ده. پېښه هغه مهال وشوه کله چې یو «۵۸۰» ډوله بار وړونکی موټر له یو کرولا ډوله سواری موټر سره ټکر وکړ.
د دې پېښې لامل د چلوونکو بې احتیاطي او له حده زیات سرعت بلل شوی دی. د پېښې قربانیان ټول د کرولا موټر سپرلۍ وې. په غزني کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د کابل – کندهار لویه لار د افغانستان یوه له ګڼې ګوڼې ډکو او په ورته وخت کې تر ټولو خونړیو سړکونو څخه ده. د سړکونو خرابوالی، د معیاري ترافیکي نښو نشتوالی، ډېر سرعت او د چلوونکو بې احتیاطي په دې لاره او د هیواد په نورو برخو کې د ترافیکي پېښو له اصلي لاملونو څخه دي.
ترافیکي پېښې هر کال په افغانستان کې د سلګونو کسانو ژوند اخلي او زرګونه نور ټپیان او معلول پریږدي. دا پېښې په هیواد کې د غیر جنګي مړینې یو له اصلي عواملو څخه ګڼل کیږي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د طالبانو مشر په دې وروستیو کې په یوه فرمان کې د ترافیکي پېښو د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه کړې وه. خو راپورونه ښيي چې د خونړیو ترافیکي پېښو شمیر لاهم لوړ دی او د سړکونو په خوندیتوب کې کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی.
سرچینه: Zarin TV sources
🌐