د افغانستان د سویل لویدیځو ولایتونو د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو د سهشنبې په ورځ په کندهار کې یوه امنیتي غونډه جوړه کړه. په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ د میزان په ۱۵مه، اعلان وکړ چې دا غونډه په کندهار کې د دې ډلې د والي ملا شیرین په مشرۍ جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او دایکندي ولایتونو لپاره د طالبانو والیانو، د دغو ولایتونو امنیه قومندانانو، د قول اردوګانو قومندانانو، د استخباراتو رئیسانو او د طالبانو د نظامي محکمو رئیسانو ګډون کړی و.
د طالبانو د والي د دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده د فرمانونو پر بشپړ تطبیق ټینګار وشو. له حاضرینو چارواکو وغوښتل شول چې د امنیت د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې وکړي.
په دې غونډه کې د ځمکو د غصب مخنیوی، د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او خرڅلاو سره مبارزه، له خلکو سره د اړیکو ښه کول او د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتول نور هغه موضوعات وو چې بحث پرې وشو.
د کندهار د والي دفتر ویلي چې په دې غونډه کې د امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په اړه پرېکړې شوي، خو د دې پرېکړو جزئیات یې نه دي ورکړي. د غونډې په ترڅ کې، لوړپوړو طالب چارواکو د خپلو اړوندو ولایتونو امنیتي او ملکي راپورونه هم وړاندې کړل.
په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین، په پای کې له مسؤلینو وغوښتل چې خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ډېره پاملرنه وکړي. دا ډول سیمه ییزې غونډې د والیانو او امنیتي چارواکو ترمنځ مخکې هم د افغانستان په نورو زونونو کې جوړې شوې دي.
سرچینه: Zarin TV
🌐