د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان وکړ چې ځواکونو یې د کاپیسا ولایت د حصې اول کوهستان په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې راکټي برید کړی دی. دې جبهې ادعا کړې چې په دې برید کې لږ تر لږه درې تنه طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دغې جبهې د چهارشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه برید د شپې شاوخوا دوه بجې د پوزې خم زرګر په سیمه کې شوی دی. د ازادۍ جبهې ټینګار کړی چې په دې برید کې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د طالبانو دغه مخالف جریان دا هم ویلي، چې ځايي طالب ځواکونو په دې وروستیو کې په خم زرګر سیمه کې "د خلکو ځورونه" زیاته کړې وه او دغه برید یې په ځواب کې کړی دی. دا ادعاوې په خپلواکه توګه نشي تاییدیدلی.
د ازادۍ جبهې لخوا په خپره شوې ویډیو کې د چاودنې شیبه، د ډزو غږ او د شپې په تیاره کې د اور لمبې لیدل کیږي. د دې ویډیو صحت هم په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
دغه سیاسي-نظامي غورځنګ په وروستیو اوونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي دي. د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په سهار د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د چاودنې مسوولیت هم منلی دی.
دغې جبهې اعلان وکړ چې په فیض اباد کې یې پر یوه هایلکس موټر د هدفي عملیاتو په ترڅ کې چې طالبان پکې سپاره وو، د دغې ډلې څلور غړي وژلي دي. په ورته وخت کې د ازادۍ جبهې ویاند نصرت الله فاتح د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له طالبانو سره د دغې جبهې د ځواکونو نښته هم تایید کړې ده.
سرچینه: افغانستان انترنشنل
🌐