د افغانستان د جنبش ملي ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم، پر افغانستان د امریکا د برید د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه یادښت کې څرګنده کړې چې څنګه امریکا د لومړي ځل لپاره د طالبانو د حکومت د نسکورولو لپاره له هغه سره اړیکه ونیوله. دا یادښت د چهارشنبې په ورځ، د میزان په ۱۵مه، افغانستان انټرنشنل ته استول شوی دی.

د ۱۳۸۰ کال د میزان په ۱۵مه (د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۷مه)، د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش په رسمي ډول په افغانستان کې د القاعدې او طالبانو پر مرکزونو د برید امر وکړ. مارشال دوستم، چې هغه مهال د متحدې جبهې یو له مهمو قوماندانانو څخه و، د امریکايي ځانګړو ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد جګړه وکړه. د طالبانو حکومت بالاخره د امریکا په مشرۍ د ائتلاف په هوايي بریدونو او د مخالفینو په ځمکنیو عملیاتو نسکور شو.

ښاغلي دوستم په خپل یادښت کې ویلي، چې له امریکا سره لومړنۍ اړیکه د ازبکستان جمهوریت له لارې ټینګه شوه. د هغه په وینا، د داود ټایسن په نوم یو امریکایی تبعه چې په اوزبیکي ژبه یې پوره تسلط درلود، له هغه سره اړیکه ونیوله او د هغه تر کنټرول لاندې سیمې ته د سفر وړاندیز یې وکړ ترڅو د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړي.

مارشال دوستم لیکي: "ما ورته وویل چې راشئ. موږ زرګونه سپاره جنګیالي لرو. له همدې ځایه به مبارزې ته دوام ورکړو او افغانستان به ازاد کړو." هغه په یاد لري چې د امریکایي ځانګړو ځواکونو لومړۍ ۹ کسیزه ډله په ملکي جامو کې د مخابراتي وسایلو له درنو صندوقونو سره د هغه او محمد محقق مرکز ته راغله.

د دوستم په وینا، هغه امریکایانو ته په څو شمالي ولایتونو کې د خپلو ځواکونو جغرافیایي نقشه او موقعیت تشریح کړ. هغه زیاتوي چې تاشکند د دې عملیاتو په بریالیتوب کې حیاتي رول لوبولی او په قشقه دریا کې یې د امریکایي ځواکونو د کارونې لپاره پوځي اډه جوړه کړې وه.

مارشال دوستم د مزارشریف د نیولو ستراتیژیک رول ته هم اشاره کوي او وايي، امریکایانو ته یې ډاډ ورکړی و، چې د دغه ښار په نیولو سره به اوه نور ولایتونه سمدستي ازاد شي. هغه وايي، د مزارشريف له نيولو وروسته له بادغيس څخه تر پلخمري پورې په يوه ورځ کې سقوط وکړ او د ملا فضل په ګډون زرګونه طالب جنګيالي او نور جګپوړي قوماندانان ونيول شول. په بندیانو کې امریکایی تبعه جان واکر لینډ او د القاعدې د یوه قوماندان مرستیال هم شامل وو.

سرچینه: افغانستان انترنشنل

🌐

Author