په ننګرهار ولایت کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په بهسود ولسوالۍ کې یو تن د وسله والو غلو له خوا وژل شوی دی. د آمو تلویزیون د راپور له مخې، دا پېښه نن د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۷مه، د بهسود ولسوالۍ په دامان سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وسله والو غلو د دغه سړي پر دکان بريد کړی، له وژلو وروسته يې د هغه موټرسايکل هم له ځان سره وړى دى. د آمو ټلوېزیون یو بل راپور وايي چې غلو د قرباني څخه ۱۲۵۰۰ پاکستانۍ روپۍ، ګرځنده تلیفون او د هغه د هویت کارت هم غلا کړي دي. د دغه کس هويت تر اوسه په رسمي توګه نه دى په ډاګه شوى.
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د وژنې اصلي انګېزه هم نه ده روښانه. د قرباني کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه لري.
دا وژنه په ننګرهار ولایت کې د ناامنیو او جنایي جرمونو د زیاتوالي په لړ کې ترسره کیږي. په وروستیو میاشتو کې، د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د مرموزو وژنو، وسله والو غلاوو او انسان تښتونو ګڼ شمېر پېښې راپور شوي، چې د خلکو جدي اندېښنې یې راپارولي دي.
ځايي اوسېدونکي د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د امنيت د ټينګښت او د جنايتکارو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي. د امنيتي ګزمو زياتول او د دغه ډول پېښو د عاملينو نيول د خلکو له اساسي غوښتنو څخه دي.
که څه هم د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د ټول هېواد د امنیت د ټینګښت ژمنه کړې وه، خو په ډېرو لویو ولایتونو، په تېره بیا په ننګرهار کې جنایي جرمونه لا هم یوه لویه ننګونه ده. دغه وضعیت د خپلو خلکو د سر او مال په ساتنه کې د امنیتي ځواکونو پر وړتیا د خلکو باور کم کړی دی.
سرچینه: آمو تلویزیون
🌐