د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) اعلان کړی چې د کندهار ولایت په خاکرېز او ارغستان ولسوالیو کې یې د کروندګرو د ملاتړ په موخه د مرخېړیو (پوڅکۍ) ۵۰ فارمونه جوړ کړي دي. دغه ګام په سیمه کې کروندګرو ته د کوکنارو د کښت پر ځای د یوه مشروع او ګټور بدیل د برابرولو په موخه اخیستل شوی دی.
د دې پروژې موخه له نشه يي توکو سره د تړلي اقتصاد کمزوري کول او د کروندګرو هڅول دي چې د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره قانوني لارې چارې غوره کړي. د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د چارواکو په وینا، د مرخېړیو کښت لږو اوبو ته اړتیا لري او ژر حاصل ورکوي، له همدې امله د کندهار په څېر سیمو لپاره یو مناسب انتخاب دی او کولی شي د کروندګرو کورنیو لپاره د عاید یوه باثباته سرچینه شي.
د دغو فارمونو د جوړولو ترڅنګ، کروندګرو ته لازم تخنیکي وسایل او روزنه هم ورکړل شوې ده. د UNODC کارپوهانو سیمه ییزو کروندګرو ته د مرخېړیو د کرلو، پالنې او راټولولو په اړه لارښوونې کړي دي ترڅو دوی وکولای شي په راتلونکي کې په خپلواکه توګه دغه کار ته دوام ورکړي.
کندهار ولایت له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. بې وزلۍ، جګړو او د مناسبو بازارونو نشتوالي ډېری کروندګر دې ته اړ کړي چې د کوکنارو کښت ته مخه کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه. که څه هم دغه بندیز د کوکنارو کښت د پام وړ کم کړی، خو د بدیل معیشت نشتوالي ګڼ شمېر کروندګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد اداره او نور نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې د مرخېړیو او زعفرانو په څېر پروژو له لارې له کروندګرو سره مرسته وکړي، څو د کوکنارو د کښت له بندیز څخه رامنځته شوی اقتصادي بحران مدیریت کړي. خو اړتیاوې خورا ډېرې دي او دا ډول پروژې د ټولو زیانمنو شویو کروندګرو ستونزې نه شي هوارولی.
سرچینه: د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر
🌐