د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تایید کړې چې د دې جبهې یو قوماندان "میرویس خان" له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی. دغه جبهه وايي، دا پېښه دوه ورځې وړاندې شوې ده.

دغې جبهې د سه‌شنبې په ورځ ناوخته، د تلې په ۲۸مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې میرویس خان د هندوکش په غرونو کې وژل شوی دی. په اعلامیه کې راغلي چې هغه له وژل کېدو مخکې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ، طالبانو ته نږدې رسنیو راپور ورکړی و چې د ملي مقاومت جبهې دغه قوماندان د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د "سجیل" په نوم یوې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ هم لیکلي وو چې میرویس خان د ملي مقاومت جبهې د عملیاتي رییس او لوړپوړي قوماندان صالح محمد ریګستاني خوریی و. د مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې دې کورنۍ اړیکې ته اشاره نه ده کړې.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د احمد مسعود په مشرۍ جوړه شوه. دا جبهه د طالبانو د حکومت پر وړاندې وسله‌واله مبارزه کوي او خپل هدف یې له دې ډلې څخه د "افغانستان ازادي" اعلان کړې ده.

په تېرو دوو کلونو کې، د دواړو لورو د ځواکونو ترمنځ په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په پنجشېر، بغلان او تخار ولایتونو کې، پرله پسې نښتې شوې دي. په دې نښتو کې د ملي مقاومت جبهې یو شمېر قوماندانان او غړي وژل شوي دي.

سرچینه: د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

🌐

Author