د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د شپې لخوا د وسله والو غلاوو زیاتوالي یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. هغوی په یوه پرانیستې لیک کې، چې یوه کاپي یې زاویه نیوز ته رسېدلې، له امنیتي مسؤلینو غوښتي چې د وضعیت د کنټرول لپاره جدي اقدامات وکړي.

په دغه لیک کې چې د یادې ولسوالۍ د "انځر" کلي د اوسېدونکو له خوا لیکل شوی، راغلي چې غله د شپې لخوا لارې بندوي، خلک په لارو کې لوټي او کورونه او هټۍ یې تالانوي. دې وضعیت د سیمې د خلکو په منځ کې وېره او اندېښنه رامنځته کړې او د ژوند عادي فعالیتونه یې، په ځانګړې توګه د شپې لخوا، ګډوډ کړي دي.

یوه ځایي اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رسنیو ته وویل: «موږ هره شپه په وېره او اضطراب کې ویده کېږو. وسله‌وال غله پرته له کومې وېرې خپل فعالیت کوي او زموږ امنیت په بشپړه توګه له منځه تللی دی.» هغه زیاته کړه چې په وروستیو اونیو کې له کورونو او هټیو څخه د غلا ډېرې پېښې راپور شوې، خو تر اوسه د عاملینو د نیولو لپاره کوم اغېزناک اقدام نه دی شوی.

د دشت ارچي اوسېدونکي له طالبانو حکومت څخه غواړي چې د شپې ګزمې زیاتې کړي او د دې پېښو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي. هغوی په خپل لیک کې لیکلي: «اړوند مسؤلین دې د موضوع د ارزونې او احتمالي پېښو مخنیوي لپاره پر وخت او اغېزناک اقدامات ترسره کړي.»

دشت ارچي د کندز ولایت یوه له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې په تېر کې هم د دولت ضد وسله‌والو ډلو د پراخو فعالیتونو شاهده وه. که څه هم د طالبانو حکومت په راتګ سره په ډېرو سیمو کې امنیت ښه شوی، خو جنایي جرمونه لکه غلا او لارې شکنې لا هم په ځینو ولایتونو کې د یوې جدي ننګونې په توګه پاتې دي.

په کندز کې ځایي طالب چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دشت ارچي د اوسېدونکو دې شکایت ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ژمنه کړې وه چې له هر ډول قانون ماتونې او جنایي جرمونو سره به جدي چلند وکړي.

سرچینه: زاویه نیوز

🌐

Author