د طالبانو چارواکو د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د شوراندام سمنټو فابریکې لومړی پړاو پرانیست چې په ورځ کې د ۱٬۵۰۰ ټنه تولید ظرفیت لري. دا فابریکه د کندهار په شوراندام صنعتي سیمه کې د خصوصي پانګونې له لارې جوړیږي او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، په دې پروژه کې د پانګونې کچه ۱۱۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

دا پروژه چې د جوړولو چارې یې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې پیل شوې، ټاکل شوې چې له بشپړېدو وروسته به یې د ورځې د تولید ظرفیت شاوخوا ۵٬۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر، د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان کولی شي له کورنیو سرچینو څخه په ډېرې ګټې اخیستنې او د صنعتي تولیداتو په پراختیا سره دوامداره اقتصادي پرمختګ ته ورسېږي.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت اقتصادي ستراتیژي دا ده چې افغانستان په تدریجي ډول له مصرفي اقتصاد څخه د کورني تولیداتو لور ته بوځي، ترڅو د هیواد اړتیاوې په کور دننه پوره او صادرات زیات شي. ښاغلي برادر زیاته کړه چې افغانستان د سمنټو د تولید لپاره د پام وړ کورنۍ سرچینې لري او محلي تولیدات کولی شي د هیواد د ساختماني برخې د تقاضا په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

له دې وړاندې د پروژې لګښتونه بېلابېل اعلان شوي وو. په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و چې پانګونه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره ده. د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې، د ښاغلي برادر دفتر وویل چې دا فابریکه د شاوخوا ۸ میلیارده افغانیو په لګښت جوړیږي.

دا پروژه د هیواد په سویل کې یوه له سترو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي او تمه ده چې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۵٬۰۰۰ مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي. د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په دې وروستیو کې ویلي چې دا پروژه په دریو پړاوونو کې پراختیا مومي او دا مهال یې په ساحه کې شاوخوا ۵۰۰ کسان په کار بوخت دي.

د دې فابریکې پرانیستل د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي، ځکه دغه هیواد کلونه کلونه د خپلو ساختماني اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران، وارداتي سمنټو ته اړ و. د کورني تولید پراختیا کولی شي د بیو په راټیټولو او په هیواد کې د ساختماني صنعت په وده کې مرسته وکړي.

سرچینه: افغانستان نیوز

🌐

Author