د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ایران د اټومي پروګرام، تجهیزاتو او تړلو کسانو په اړه د مالوماتو لپاره تر ۲۰ میلیونه ډالرو جایزه ټاکي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند د «عدالت لپاره انعام» پروګرام د خبرپاڼې له مخې، واشنګټن د ایراني ساینس‌پوهانو، کارکوونکو، ټکنالوژۍ او اټومي بنسټونو په اړه کره اسناد راټولوي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې واشنګټن دغو باوري مالومات ورکوونکو ته د پیسو تر څنګ خوندي سیمو ته د لېږد زمینه هم برابروي څو د هغوی ژوند خوندي وساتل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې متحده ایالات د اتومي وسلو د ترلاسه کولو څخه د ایران د مخنیوي لپاره خپلې ټولې ژمنې پر ځای ساتي.

دا ګام داسې مهال پورته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اټومي خبرو اترو ترڅنګ د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي بریدونو غور هم تر نظر لاندې لري.

ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي و چې ایران ته به هېڅکله د اتومي وسلې ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي، چې دغه ناندرۍ د سیمې د امنیت لپاره مهمې ګڼل کېږي.

سرچینه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

🌐

Author