د افغانستان د ازادۍ جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هېواد د سترې محکمې د پخواني رئیس پوهاند عبدالسلام عظیمي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

یادې جبهې د ارواښاد له کورنۍ سره د غمشریکۍ ترڅنګ، په ډیموکراټیکو نظامونو کې د خپلواکې قضایي قوې پر ارزښت ټینګار کړی دی.


په اعلامیه کې راغلي چې له بده مرغه اوسمهال قضایي ارګانونه د ظلم او جبر په وسیله بدل شوي دي.

د ازادۍ جبهه وايي چې د طالبانو ډله له قضا څخه د خپل واک د ټینګولو او د خلکو پر ازادیو د محدودیتونو لګولو لپاره کار اخلي.


ارواښاد عظیمي د افغانستان یو له وتلو حقوقي شخصیتونو څخه و چې کلونه یې په قضایي برخه کې خدمت وکړ.

د هغه مړینه د دې لامل شوې چې منتقدان یو ځل بیا په اوسني حکومت کې د عدل او انصاف نشتوالی په ګوته کړي.

عبدالسلامعظیمي #دازادۍجبهه #قضایهقوه #طالبان #بشريحقونه #افغانستان #عدالت #افغانخبرها #خواشیني #سیاست

Author