د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې هره ورځ شاوخوا ۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په زور ایستل کیږي. هغه دا وضعیت “ډیر دردونکی” وباله او د کډوالو د بد حالت په اړه یې اندیښنه وښوده .
حنفي زیاته کړه چې په راستنیدونکو کې ډیری ماشومان، ښځې او بې وزله خلک دي چې په ګاونډیو هیوادونو کې یې خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده. دوی په داسې حال کې هیواد ته راستنیږي چې له سختو اقتصادي ستونزو او د سرپناه نشتوالي سره مخ دي .
په ژمي کې د کډوالو اجباري ایستلو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې سخت کړی دی. مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د بیړنیو مرستو پرته به د زرګونو راستنیدونکو ژوند په خطر کې وي .