د برتانیا د پارلمان غړې آلیس مکډونالډ ویلي، که څوک د ښځو او نجونو حقونو ته ارزښت ورکوي، نو باید د افغانستان په اړه اندېښنه ولري.

هغې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې تر واک لاندې اوسنی وضعیت “جنسیتي آپارتايد” یا د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض وباله.


نوموړې تېره شپه په برتانوي پارلمان کې د یوه بحث مشري کوله چې موخه یې له افغان ښځو او نجونو سره د مرستې لارې چارې لټول وو.

مکډونالډ ټینګار وکړ چې نړۍ باید یوازې ننداره چي پاتې نشي او د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دغې برتانوۍ وکیلې زیاته کړه چې د ښځو حقونه یو نړیوال ارزښت دی او په افغانستان کې د هغوی وضعیت د زغم وړ نه دی. هغې له خپل حکومت څخه وغوښتل چې د افغان نجونو د راتلونکي لپاره دې خپل ملاتړ زیات کړي.

افغانستان #ښځې #بشريحقونه #آلیسمک ډونالډ #برتانیا #طالبان #جنسیتيتبعیض #نجونې #پارلمان #نړیوالملاتړ #عدالت

Author