په کاراکاس کې د روسیې سفیر ملیک باګداساروف ویلي چې مسکو او وینزویلا به په ټولو برخو کې خپلې ستراتیژیکې همکارۍ روانې وساتي.
دا څرګندونې د ۲۰۲۵ کال د مشارکت د هوکړې له عملي کېدو وروسته شوې دي.
روسي دیپلومات د امریکا لخوا د یوې نفتي کښتۍ نیولو ته په اشاره وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوه شېبه هم نه دي پرې شوې.
هغه زیاته کړه چې وینزویلا له مسکو سره د امریکا د وروستیو اقداماتو او د نیکولاس مادورو د وضعیت په اړه معلومات شریک کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د ډونالډ ټرمپ د سیاستونو له مخې د وینزویلا د تیلو پر صادراتو بندیزونه لګولي دي. چین او روسیې د واشنګټن دا کړنې غندلې او له وینزویلا سره یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.