د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران چارواکو ته په کلکه خبرداری ورکړی چې که د اعتراض کوونکو وژل پیل کړي، امریکا به غلی پاتې نشي.
هغه په ایران کې اوسنی وضعیت د حکومت لپاره «لوی دردسر» وباله او ویې ویل چې خلک د ښارونو کنټرول په لاس کې اخلي.
ټرمپ د ایران مشرانو ته په خطاب کې وویل: «ډزې مه پیلوئ، ځکه که تاسو یې پیل کړئ، موږ به یې هم پیل کړو.» هغه روښانه کړه چې موخه یې پوځي برید نه، بلکې د رژیم پر حساس ځایونو «ډېر سخت ګوزار» کول دي.
په ایران کې پراخ لاریونونه دیارلسمې ورځې ته داخل شوي او اوس له اقتصادي غوښتنو څخه سیاسي شعارونو ته اوښتي دي.
ټرمپ تر دې مخکې هم ویلي وو چې واشنګټن حالات له نږدې څاري او د ایران له خلکو سره مرستې ته چمتو دی.