د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د ایران مشرانو ته د ډونالډ ټرمپ خبرداری کاملاً جدي دی او باید د سیاسي لافو په توګه ونه ګڼل شي.

هغه ټینګار وکړ چې ټرمپ دوه ځله د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.


خلیلزاد په ایکس شبکه کې لیکلي چې د ایران خلکو د امریکا له دې دریځ څخه هرکلی کړی.

هغه زیاته کړه چې کله ټرمپ د «درنې بیې» خبره کوي، نو موخه یې عملي اقدام دی او خامنه ای باید په دې برخه کې تېروتنه ونه کړي.


هغه همدارنګه خبرداری ورکړ چې که د عراق نیابتي ډلې د ایران د خلکو په ځپلو کې مرسته وکړي، نو بدې پایلې به ولري. خلیلزاد وویل چې د ازادۍ غوښتونکو خلکو پر وړاندې درېدل به د رژیم لپاره سمه ټاکنه نه وي.

زلمیخلیلزاد #ایران #ټرمپ #امریکا #لاریونونه #سیاست #منځنیختیځ #خبرداری #بدلون #دیپلوماسي

Author