د اسټرالیا د کرټین پوهنتون نوې څېړنې ښيي چې له اندازې زیاتې ویډیويي لوبې کولی شي د ځوانانو په خوړو او وزن باندې جدي منفي اغېزې ولري.

دا څېړنه پر ۲۰ کلنو محصلینو ترسره شوې او هغوی یې په کم مصرفه او ډېر مصرفه ډلو ویشلي دي.


پایلې وښودله هغه کسان چې په اونۍ کې تر ۱۰ ساعتونو ډېرې لوبې کوي، د خوب او خوړو کیفیت یې ټیټ دی. دا کسان د چاغوالي له ګواښ سره ډېر مخ دي او د بدن د کتلې شاخص (BMI) یې له نورمال حد څخه لوړ دی.

په مقابل کې، هغو کسانو چې کمې لوبې کولې، روغتیايي وضعیت یې غوره و.


د دې څېړنې مسوول پروفیسور ماریو وايي خپله لوبه ستونزه نه ده، بلکې افراط پکې خطرناک دی.

هغه سپارښتنه کوي چې ځوانان باید د لوبې په منځ کې منظمې وقفې ولري او په شپه کې د ناسالمو خوړو له خوړلو ډډه وکړي څو بد عادتونه یې د لویوالي دورې ته انتقال نشي.

ګیم #ویډیوييلوبې #روغتیا #تغذیه #خوب #علميڅېړنه #ځوانان #سالم_ژوند

Author