د غزني د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکو د “بیګم” تاریخي منار د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او وايي چې دا زر کلنه ودانۍ د له منځه تلو په حال کې ده. طبیعي پېښو او د مسؤلینو بې غورۍ دا ارزښتناک کلتوري اثر د نړېدو له ګواښ سره مخ کړی او بیړنۍ رغونې ته اړتیا لري .
د سیمې خلک وايي سیلانیان تل د دې منار پر بد وضعیت نیوکې کوي. دوی ټینګار کوي چې دا ودانۍ یوازې یو تاریخي اثر نه، بلکې د سیمې د کلتوري هویت یوه برخه ده او که اوسنی حکومت پاملرنه ونه کړي، دا ملي میراث به په خاورو بدل شي .
د غزني یو اوسېدونکی عبدالرازق وايي چې تېرو حکومتونو هم د دې ودانۍ په ساتنه کې پاتې راغلي دي. خلک له طالبانو غواړي چې مخکې له دې چې ناوخته شي، د بیګم منار د ترمیم او ساتنې لپاره جدي اقدام وکړي .

غزني #تاریخيآثار #بیګممنار #کلتور #میراث #رغونه #افغانستان #تاریخ #جغتو #خبرونه

Author