د نامتو سندرغاړې آریانا سعید په مشرۍ د “دفاع” بنسټ اعلان وکړ چې د افغان ښځو د بد وضعیت په اړه ډونالډ ټرمپ ته د دوی استول شوي لیک ته کلیشه يي ځواب ورکړل شوی دی. سپینې ماڼۍ په خپل ځواب کې یوازې د امریکا د بهرني سیاست لومړیتوبونو ته اشاره کړې او د افغان ښځو نوم یې نه دی اخیستی .
آریانا سعید وايي اوسنی وضعیت یو نړیوال بحران دی، نه ملي. هغې ټینګار وکړ چې د واشنګټن له ځواب څخه د نهیلۍ سربېره، کانګرس او نړیوالو رسنیو ته د افغان ښځو د غږ رسولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي .
دې هنرمندې همدارنګه له زده کړو بې برخې ۵ زره نجونو ته د انلاین زده کړو د زمینې برابرولو خبر ورکړی دی. د دفاع بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو د ملاتړ لپاره جوړ شو او لا هم د ښځو د له لاسه تللو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره پر مبارزې ټینګار کوي .