د بالیوود مشهورې ډایرکټرې فرح خان په خپل نوي ویډیو کې په ټوکو سره وویل چې په هندي سینما کې یوازې ایشواریا رای طبیعي ښکلا لري.
هغې دا خبره د پوستکي د ساتنې په اړه د خبرو پر مهال وکړه او د اوسني وخت د ښکلا معیارونه یې ننګول. فرح خان همدا راز اعلان وکړ چې د کال په پای کې، کله چې ماشومان یې کالج ته لاړ شي، بیرته فلم جوړولو ته مخه کوي.
هغې زیاته کړه که چیرې نوی فلم جوړوي، نو حتماً به یې له شاهرخ خان سره جوړوي، کنه نو په یوټیوب کې به خپل کار ته دوام ورکړي.