د هند د سینما مشهور او خوږ غږی سندرغاړي آرجیت سینګ په یو ناڅاپي خبر کې اعلان وکړ چې نور به د بالیووډ فلمونو لپاره سندرې نه وايي. دا پرېکړه چې د هند د موسیقۍ صنعت ته یې لوی ټکان ورکړی، د هغه په وینا په شخصي او خپلواکو پروژو د تمرکز لپاره نیول شوې ده .
دغه هنرمند چې غږ یې د هند د سینما له ډېرو ماندګارو عاشقانه سندرو سره تړلی دی، ټینګار کړی چې دا پرېکړه د موسیقۍ له نړۍ څخه د بشپړ خدای په اماني په معنا نه ده. هغه غواړي خپل هنري فعالیتونه د کنسرتونو د ترسره کولو او د خپلواکو آثارو د تولید له لارې دوام ورکړي .
په ټولنیزو رسنیو کې د آرجیت سینګ مینه والو د دې خبر په اړه پراخ غبرګونونه ښودلي دي. ډېری خلک له دې امله خواشیني دي چې نور به د هغه غږ په نویو فلمونو کې نه اوري، خو په ورته وخت کې یې د خپلواک هنري مسیر د تعقیب لپاره د هغه د پرېکړې ملاتړ کړی دی .
#آرجیت_سینګ #بالیووډ #موسیقی #هند #سینما #هنرمندان #هنری_خبرونه #سندره