د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار له لویدیځو هیوادونو وغوښتل چې د طالبانو د محاکمه کولو خپله ژمنه پوره کړي.

هغې ټینګار وکړ چې د کاناډا، جرمني، هالنډ او استرالیا له ژمنې یو نیم کال تیر شوی او اوس د عمل وخت دی.


دغو هیوادونو تیر کال اعلان کړی و چې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او له ښځو سره د تبعیض له امله به طالبان د عدالت نړیوالې محکمې ته راکش کړي.

ملګرو ملتونو او تر ۲۰ ډیرو هیوادونو د دې اقدام ملاتړ کړی دی.


د بشري حقونو فعالان وایي چې په دې برخه کې ځنډ طالبان نور هم زړور کړي دي. هغوی ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې بې ځوابه پاتې شي.

طالبان #بشريحقونه #افغانمیرمنې #لاههمحکمه #هیدربار #افغانستان #عدالت #تبعیض #ملګري_ملتونه

Author