په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د قادس ولسوالۍ د دویم کندک د قوماندان «حکیم زي» دویمه میرمن له واده یوازې دوه میاشتې وروسته له بل سړي سره تښتیدلې ده.
ویل کیږي دغه قوماندان د واده لګښت په زور له خلکو اخیستی و.
دې پیښې په سیمه کې د طالب قوماندانانو پر وړاندې د خلکو غوسه راپارولې ده. ځايي خلک وایي چې د طالبانو دیني شعارونه د هغوی له عمل سره هیڅ اړخ نه لګوي.
کارپوهان په دې باور دي چې دا ډول پیښې د طالبانو په لیکو کې اخلاقي فساد او له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه ښيي.
د دې میرمنې تیښته د اجباري ودونو پر وړاندې د یو ډول غبرګون په توګه هم لیدل کیږي.