د یو رسمي مکتوب له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده د «غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون» په یو وزارت بدل کړی دی. دغه پرېکړه د طالبانو په اداري جوړښت کې یو نوی بدلون دی چې د دې برخې صلاحیتونه ډېروي.
د دغه کمیسیون پخوانی مشر د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي و، چې په وروستیو کې خپله هم د ځمکو په غصب تورن شوی و. اوس مهال مولوي احسان الله وثیق د نوي وزیر تر ټاکل کېدو پورې د دې وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.
په مکتوب کې راغلي چې نوی سرپرست به د طالبانو د مشر د فرمانونو پر بنسټ چارې مخته وړي. د دې نوي وزارت د جوړېدو په اړه تر اوسه د طالبانو ویاندویانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

افغانستان #طالبان #ملاهبتالله #ځمکې #نویوزارت #عبدالحکیمشرعي #خبرونه #پښتو #سیاست

Author