د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان د ۲۰ اوریز نړیوال جام په سیالیو کې د ۷۰۰ ویکټو په اخیستلو سره حیرانونکی ریکارډ جوړ او خپل نوم یې د دې لوبې په تاریخ کې ثبت کړ. دا لویه لاسته راوړنه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې په لوبه کې ترلاسه شوه، هغه لوبه چې د افغانستان په خوږې بریا پای ته ورسیده. د هغه اووه سوه یمه ویکټه په ډیر کم ساري ډول “هیټ ویکټ” سره ثبت شوه.
د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي او د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په جلا پیغامونو کې راشد خان او افغان ولس ته د دې بریا مبارکي ویلې ده. لیندسي په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې افغانستان او بریتانیا په دې ټورنمنټ کې ښه ځلیدلي او دواړو لوبډلو ته یې د بریا هیله کړې ده.
د اماراتو پر وړاندې بریا او د دې نړیوال ریکارډ ثبتول یو ځل بیا نړۍ ته د افغان کرکټ لوبغاړو وړتیاوې وښودې. راشد خان چې اوس د کرکټ نړۍ یو له ژوندیو افسانو څخه شمیرل کیږي، په دې ریکارډ سره یې د تاریخ د غوره توپ اچوونکو په توګه خپل ځای ټینګ کړی دی.

راشدخان #کرکټ #افغانستان #نړیوالجام #ریکارډ #ورزش #مليلوبډله #بریا #هیټ_ویکټ #امارات #خبرونه

Author