د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې په ژنیو کې له ایران سره په مهمو اټومي خبرو کې به په “غیر مستقیم” ډول ګډون وکړي. هغه په ایرفورس وان الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې باور لري تهران د هوکړې لپاره لازم هوډ لري. دا خبرې اترې په داسې حال کې کیږي چې په سیمه کې تاوتریخوالی لوړ دی او امریکا خپله دویمه الوتکه وړونکې بیړۍ خاورمیانه ته استولې ده.
ټاکل شوې چې د ایران او امریکا پلاوي نن سه شنبه په ژنیو کې سره وویني. په دې ناسته کې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي په شمول جیرډ کوشنر ګډون ولري. په دې خبرو کې د ټرمپ د زوم شتون د هغه ځانګړي اهمیت ښکارندوی دی چې واشنګټن یې د دې پړاو خبرو ته ورکوي.
امریکایي چارواکي تمه لري چې ایران به له څرګندو امتیازاتو سره د خبرو میز ته راشي. د رسنیو د راپورونو له مخې، دا خبرې اترې یوه برخلیک ټاکونکې شیبه کیدی شي چې معلومه کړي ایا دواړه هیوادونه د یوې نوې هوکړې په لور ځي او که د پوځي نښتې په لور. د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم د منځګړي په توګه په ژنیو کې شتون لري ترڅو ډیپلوماسۍ ته لاره هواره کړي.