له ننګرهار ولایت څخه سرچینې وايي چې د پاکستان پوځ یوه جنګي الوتکه د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې راغورځېدلې ده. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي تاوتریخوالی زیات شوی دی.
راپورونه وايي چې دا الوتکه د طالبانو لخوا تر برید وروسته راغورځېدلې، خو پیلوټ یې ژوندی پاتې شوی دی. طالب ځواکونو سمدستي دغه پاکستاني پیلوټ نیولی او له ځان سره یې بیولی دی چې دا د کابل لپاره یوه لویه بریا ګڼل کیږي.
د الوتکې د سقوط سیمې ته ګڼ شمېر خلک ورغلي او ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي. د پاکستاني پیلوټ نیول کېدل به د کابل او اسلام اباد ترمنځ شته کړکېچ نور هم ژور کړي او پوځي معادلات به بدل کړي.