د ایران پر سیاسي او پوځي اهدافو د امریکا او اسراییلو ګډ پوځي بریدونه چې د کب میاشتې په نهمه پیل شوي، لا هم په شدت سره دوام لري.
راپورونه ښيي چې په دغو بریدونو کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي په ګډون لسګونه لوړپوړي چارواکي وژل شوي او د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم خورا لوړه ده.
په غبرګون کې، ایران پر اسراییلو او په خلیج کې د امریکا پر اډو توغندیز او بې پیلوټه بریدونه کړي، چې له امله یې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

Author