د پاکستان پولیسو د سویلي وزیرستان په واڼه ښار کې په یوه ګڼه ګوڼه بازار کې د خونړۍ بمي چاودنې خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، دا چاودنه د یوه سوپرمارکیټ ته څېرمه شوې چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ملکي وګړي سخت ټپیان دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالی په افغانستان کې له مېشتو وسله والو ډلو سره تړاو لري؛ هغه ادعا چې تل د بحث وړ وي.

#پاکستان #سویلي\_وزیرستان #چاودنه #امنیت #تروریزم #پولیس #سیمه

Author