د طالبانو د ویاند مرستیال په پکتیا، پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې پر څو ولسوالیو د پاکستاني ځواکونو وروستي بریدونه غندلي او هغه یې جنګي جنایت بللی دی.

حمدالله فطرت اعلان وکړ چې د دغو هوايي او توپچي بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي او لسګونه کورونه، پلورنځي او جوماتونه ویجاړ شوي دي.

د هغه په وینا، دغو بریدونو یوازې په خوست ولایت کې تر سلو ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي او د افغانستان سرحدي سیمې یې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.

#طالبان #پاکستان #سرحدي\_برید #جنګي\_جنایت #خوست #پکتیا #ملکي\_مرګ\_ژوبله

Author