د نړۍ د مشهورې سندرغاړې ریحانا پر کور د ډزو د پېښې په اړه نوي جزئیات خپاره شوي دي. پولیسو د ایوانا لیزت اورتیز په نوم یوه ښځه نیولې او هغه یې د دې هنرمندې د وژلو په هڅه تورنه کړې ده.
څېړنې ښيي چې دې ښځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې عجیبې ویډیوګانې خپرې کړې وې. هغې په دې ویډیوګانو کې ریحانا ته شیطان ویلی و او حتی د دې پاپ ستورې د مرګ هیله یې کړې وه چې د اندېښنې لامل شوې وه.
اورتیز د خپل موټر څخه د ریحانا د کور پر لور د څو ډزو وروسته ونیول شوه. هغه اوس د لس میلیونه ډالرو په ضمانت په توقیف کې ده او پولیس د هغې د انګېزو په اړه نورې څېړنې کوي. #موسیقی #ریحانا #پېښې