سلطان علي کشتمند، پخوانی لومړی وزیر او د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند له مشرانو څخه وفات شو. اسدالله کشتمند، د هغه ورور په فیسبوک کې په یوه لیکنه کې د سلطان علي کشتمند مړینه تایید کړې ده.
سلطان علي کشتمند لومړنی هزاره و چې په دوو دورو کې د لومړي وزیر دندې ته ورسید. هغه د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د حکومتونو په دوره کې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه.
سلطان علي کشتمند د نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته روسیې ته لاړ او وروسته یې په بریتانیا کې پناه واخیسته.
#سلطان\_علي\_کشتمند #افغانستان #لومړی\_وزیر #د\_خلق\_دموکراتیک\_ګوند