د ناروې د کډوالو شورا اعلان وکړ چې په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله ۱۱۵ زره کسان بې ځایه شوي دي. دې شورا خبرداری ورکړ چې دا نښتې د افغانستان پر بحران یوه نوې بحران اضافه کړې او تر ټولو ډېره بیه یې ملکي وګړي ورکوي.

د دې شورا د راپور له مخې لږ تر لږه ۸۲۶ کورونه ویجاړ شوي او د کونړ د زلزلې ۲۵ زره زیان منونکي د خپلو پناه ځایونو د خالي کولو په لاره کې دي. د ۲۰ روغتیایي مرکزونو خدمتونه تعلیق شوي او ۵ مرکزونه په هوایي بریدونو کې زیانمن شوي دي. دې سازمان وویل چې د بشردوستانه بودیجې له کمښت سره مخ دی.

جاکوپو کاریدي د ناروې د کډوالو شورا مشر په افغانستان کې د نښتو له خواوو څخه وغوښتل چې نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته درناوی وکړي او ډاډ ترلاسه شي چې ملکي وګړي خوندي دي. #افغان\_کډوال #پولې\_نښتې #بشردوستانه\_بحران #پاکستان

Author