یو شیائونګ، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی، وویل چې په تېرو دوو ورځو کې یې د پاکستان له ډېرو چارواکو سره د محمد صادق په ګډون، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي سره د وروستیو پولیزو نښتو په اړه خبرې کړې دي. هغه په یوه بیانیه کې د تشنج د مخنیوي او خواوو ته د خبرو اترو میز ته د بېرته راستنېدو په اهمیت ټینګار وکړ.
د چین د ځانګړي استازي په وینا، په سیمه کې د سولې، امنیت او پرمختګ د لوړولو په لور همکاري د دغو خبرو اترو اصلي محور وه. دا پر مهال چې د پاکستان نظامي ځواکونو جمعې شپه بیا د کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار ځینې برخې بمباري کړې.
یوناما مخکې راپور ورکړی و چې د جمعې په شپه د کابل په ختیځ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي دي. د دغې ادارې په وینا، د فبروري ۲۶ راهیسې په هوايي بریدونو او پولیزو نښتو کې لږترلږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ ټپیان شوي دي. #افغانستان #پاکستان #چین #پولیزې\_نښتې