د خوست د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز اعلان وکړ چې د پاکستان ځواکونو تېره شپه په سپېره ولسوالۍ کې د هاوان او توپ په کارولو سره د ملکي خلکو کورونه نښه کړل. په دې بریدونو کې دوه ماشومان شهیدان شول او دوه نور ټپیان شول.

د هغه په وینا، د ځایي اوسېدونکو یو شمېر کورونه هم په دې بریدونو کې زیانمن شوي دي. دا برید په داسې وخت کې ترسره شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولیزې کړکېچې زیاتې شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د دې بریدونو په وړاندې د تلافي اقداماتو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. #خوست #پاکستان #پولیزې\_بریدونه #افغانستان

Author