حامد کرزی، د افغانستان پخوانی ولسمشر، د تېرې شپې د پاکستان د نظامي رژیم بمبارد چې د هغه د هوایي ځواک لخوا د کابل په استوګنځایونو او ملکي ځایونو، په شمول د روږدي درملنې مرکز، ترسره شوی، په کلکه وغانده. هغه دا برید د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه وبلله.

کرزي په پاکستان کې حاکمو نظامیانو ته خبرداری ورکړ چې د دې بریدونو دوام نه یوازې دوی خپلو موخو ته نه رسوي بلکې د سیمې وضعیت به نور هم خراب کړي او په پای کې به د هماغه هیواد په زیان تمام شي. هغه ټینګار وکړ چې دا اقدامات یوازې د تشنج او بې ثباتۍ د زیاتوالي لامل کیږي.

حامد کرزي یو ځل بیا ټینګار کړی چې که پاکستان د خپل ګټې او د سیمې د ثبات غوښتونکی وي، باید خپلې غلطې پالیسۍ بیاکتنه کړي او له افغانستان سره د ګاونډیتوب د اصولو په چوکاټ کې اړیکې ولري.

#حامد\_کرزی #کابل\_برید #افغانستان #پاکستان

Author