د ناروې بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې په کابل کې د روږدي کونکو درملنې مرکز کې د ملکي وګړو د تلفاتو له امله ژوره خواشینۍ څرګنده کړه. دې وزارت د نښتو د پای ته رسولو او د پولې پورې امنیتي اندیښنو د حل لپاره د ځان ساتنې او خبرو اترو غوښتنه وکړه.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت له جګړې خواوو څخه وغوښتل چې تناسب او احتیاط ومني او درملنې مرکزونه په نښه نه کړي. دې وزارت په خپله بیانیه کې کابل ته د برید د عامل په توګه د پاکستان نوم نه دی اخیستی.
له دې مخکې، ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او ځینو نړیوالو بشري حقونو ملاتړ کوونکو ادارو د طالبانو او پاکستان تر منځ د تشنج د زیاتوالي په تعقیب د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې وه. #ناروې #افغانستان #پاکستان #کابل #بریدونه