د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یو پیغام په خپرولو سره هوسۍ اندر ته د جرمني د فرانکفورت ښار شورا ته د لار موندنې له امله مبارکي وویله. هغه دا لاسته راوړنه د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای وباله.

ښاغلي کرزي په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې دا بریا د افغان ښځو لوړ وړتیا او استعداد څرګندوي. هغه زیاته کړه چې که چیرې میرمنو ته زمینه برابره شي، دوی کولی شي په بیلابیلو برخو کې پرمختګ وکړي.

د جرمني د یوه مهم ښار شورا ته د دې افغان میرمنې لار موندنه په ټولنیزو رسنیو کې له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده. دا پیښه په لویدیځو هیوادونو کې د افغان کډوالو د بریالۍ هڅو یوه بیلګه ګڼل کیږي. #افغان\_ښځې #جرمني #بریا #کډوالي

Author