د ایران د دفاع عالي شورا د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د دې هېواد پر سواحلو یا ټاپوګانو هر ډول برید به له پرېکنده او ویجاړوونکي غبرګون سره مخ شي. دې بنسټ پر بې ځنډه پوځي اقداماتو ټینګار کړی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د دښمن د هر ډول تیري په صورت کې به د فارس خلیج ټول سمندري مسیرونه د بیلابیلو سمندري ماینونو په واسطه فرش شي. دا چاره به په عملي توګه د فارس خلیج د اوږدې مودې لپاره وتړي.

ایراني چارواکو د دې ناورین پړه د ګواښونکو پر غاړه اچولې ده. دوی همدارنګه روښانه کړې چې د هرمز تنګي څخه د غیر دښمنو هېوادونو د کښتیو د خوندي تیریدو یوازینۍ لار له ایران سره مخکېنۍ همغږي درلودل دي.

#ایران #فارس\_خلیج #هرمز\_تنګی #منځنی\_ختیځ #پوځي\_تنش

Author