د نورا فتحي او سنجي دت په ګډون د یوه هندي فلم د نوې سندرې په اړه له پراخو جنجالونو وروسته د هند حکومت په ټولو پلیټ فارمونو کې د هغې خپرول منع کړل. دغه سندره د خلکو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.
د ټولنیزو شبکو ډیرو کاروونکو د دې سندرې متن او مینځپانګه بې بنسټه او نامناسبه بللې ده. د هند د بشري حقونو او د ښځو کمیسیونونو هم پدې مسله کې مداخله کړې او قانوني خبرتیاوې یې خپرې کړې دي. د علیګړ پوهنتون هم د نورا فتحي پر ضد فتوا ورکړې ده.
نورا فتحي د دغو جنجالونو په غبرګون کې ویلي چې د دې سندرې د کلمو له مانا نه وه خبره. هغې څرګنده کړه چې د متن د هندي ژباړې تر اوریدو وروسته ډیره حیرانه شوې ده.
#بالیووډ #نورا\_فتحي #سینما #هند #فلم
🌐