وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت له امریکا سره د خبرو لپاره سخت شرایط ایښي دي. په فارس خلیج کې د ټولو امریکايي اډو تړل د دغو شرایطو له ډلې دي.
سربېره پر دې تهران د وروستیو بریدونو لپاره د مالي تاوان غوښتنه او د ټولو نړیوالو بندیزونو د بشپړ لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. له کوم محدودیت پرته د توغندیو د پروګرام ساتل هم د ایران بله کلیدي غوښتنه ده.
ایران همدارنګه د هرمز له تنګي څخه د تېرېدونکو کښتیو د مالیې اخیستلو لپاره د یوه نوي میکانیزم د جوړولو غوښتنه کوي. د لبنان پر حزب الله د اسراییلو د بریدونو بشپړ درول هم د خبرو د پیل لپاره د تهران په اوږده نوملړ کې دي.
#ایران #امریکا #خبرې\_اتري
🌐