د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې پر ایران یې بمباري او پوځي بریدونه د دوو اونیو لپاره ځنډولي دي. دا پریکړه په سیمه کې د روانې تاوتریخوالي د کمولو په موخه شوې ده.

ښاغلي ټرمپ په خپلو ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې دا پریکړه یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر عاصم منیر سره تر خبرو وروسته کړې ده. نوموړي دا یو دوه اړخیز اوربند بللی دی.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د پوځي عملیاتو دا ځنډ د ایران لخوا د هرمز تنګي په بشپړه توګه خلاص او خوندي ساتلو پورې تړاو لري. نړیواله ټولنه دې پرمختګونو ته په ځیر سره ګوري ترڅو د سیمې ثبات خوندي شي.

🌐 #ایران #امریکا #هرمز_تنګی #منځنی_ختیځ

Author