د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې که له ایران سره کومه توافقنامه لاسلیک نه شي نو اوربند به وغځول نه شي. نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دا هوکړه باید د روانې اونۍ تر چهارشنبې پورې وروستۍ شي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې به د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا د ایران د بندرونو کلابندي دوام ولري. دې څرګندونو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم خړې پړې کړې دي.

د دې ګواښونو په غبرګون کې د ایران د پارلمان رییس امریکا په دروغ ویلو تورنه کړې ده. هغه خبرداری ورکړی چې که د امریکا سمندري کلابندي دوام وکړي نو د هرمز تنګی به د سوداګریزو کښتیو پر مخ وتړل شي.

#دونالد\_ټرمپ #ایران #اوربند #امریکا

🌐

Author