د ایران مرستیال ولسمشر محمد رضا عارف ویلي چې په هرمز تنګي کې امنیت وړیا نه دی. نوموړي ټینګار وکړ چې نور هېوادونه نشي کولی د ایران د تیلو صادرات محدود کړي او په ورته وخت کې د وړیا امنیت تمه ولري.
دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه امریکایي ځواکونو یوه ایراني کښتۍ نیولې ده. له هغې وروسته، د ایران پوځ په عمان سمندرګي کې د امریکا پر جنګي کښتیو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تایید کړل.
ایراني چارواکي وایي چې تهران له واشنګټن سره په خبرو کې د ګډون لپاره کومه لیوالتیا نه لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په خبرو کې په سیمه کې د سولې او ثبات پر ساتلو ټینګار کړی دی.
#ایران #امریکا #هرمز\_تنګی #منځنی\_ختیځ
🌐