په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما یو ځل بیا د طالبانو حکومت څخه وغوښتل چې د نجونو پر زده کړو لګول شوی بندیز پای ته ورسوي. دې بنسټ د ټیکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړ چې ملیونونه افغان نجونې له ښوونځي څخه بې برخې دي.

د دې بنسټ په وینا، د دې بندیز دوام یو بشپړ نسل له رسمي زده کړو څخه محروم کړی دی. یوناما ټینګار کړی چې په افغانستان کې د باثباته راتلونکي او کارموندنې لپاره زده کړه ډیره اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې نجونې له زده کړو بې برخې کړي دي. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې دې محدودیتونو له دوه ملیونو ډیرې نجونې اغیزمنې کړي او د هیواد اقتصاد ته یې دروند زیان اړولی دی.

#د\_نجونو\_زده\_کړه #افغانستان #یوناما

🌐

Author