د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسټ اعلان کړی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر څېړنه بشپړه شوې ده. هغه ټینګار وکړ چې دا جامع راپور به د سږني دوبي تر پایه خپور شي.
د امریکا د جګړې وزیر دا وتل ناورین کوونکي وبلل او ویې ویل چې د امریکایي پوځیانو د وژل کېدو په ګډون د دې پېښې ټول اړخونه څېړل شوي دي. هغه زیاته کړه چې تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم بشپړ راپور نه و جوړ شوی.
هګسټ د امریکا پخوانی حکومت د دې وتلو مسؤل وباله او ادعا یې وکړه چې دې کار نړۍ ته د کمزورۍ پیغام ولېږه. د کابل د تخلیې عملیاتو پر مهال څه باندې سل او اویا افغان ملکیانو هم ژوند له لاسه ورکړ.
#افغانستان #امریکا #کابل #ځواکونه #پنټاګون
🌐