د ملګرو ملتونو بنسټونو په یوه نوي راپور کې اعلان کړی چې له ناورین کوونکې لوږې سره د مخ کسانو شمېر ډېر شوی دی. دا شمېرې ښيي چې لوږه د تېر کال په پرتله نهه برابره زیاته شوې ده.

د دې راپور پر بنسټ د لوږې بحران په څو ځانګړو هېوادونو کې متمرکز دی او افغانستان د دې بحران یو له اصلي مرکزونو څخه ګڼل کیږي. په نړۍ کې میلیونونه ماشومان هم له سختې خوارځواکۍ سره مبارزه کوي.

اقلیمي بدلونونه او اقتصادي بې ثباتي کولی شي د افغانستان په څېر هېوادونو کې وضعیت لا پسې خراب کړي. تر دې وړاندې خبرداری ورکړل شوی و چې څه باندې اوولس میلیونه افغانان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.

#لوږه #افغانستان #ملګري\_ملتونه #بشري\_حقونه #خوراکي\_ناامني

🌐

Author