ملګرو ملتونو اعلان کړی چې فرانسوی چارواکی برونو جورج لمرکي په افغانستان کې د دې سازمان د ځانګړي استازي د مرستیال او د بشري چارو د همغږی کوونکي په توګه ټاکل شوی دی. نوموړی په یوناما کې د اندویکا راتواته ځای ناستی شو.

دا ټاکنه په داسې حال کې کیږي چې افغانستان له ژورو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او میلیونونه کسان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. د کار او زده کړو محدودیتونو دا بحران لا پسې زیات کړی دی او یوناما د مرستو په همغږۍ کې مهم رول لري.

ښاغلی لمرکي د بشري او پراختیایی چارو په برخه کې تر دریو لسیزو ډیره تجربه لري. هغه تر دې وړاندې په کانګو او هایټي کې په ورته دندو کار کړی دی او اوس به په افغانستان کې د مرستو رسولو د سترو عملیاتو مشري په غاړه ولري.

#یوناما #ملګري\_ملتونه #افغانستان #بشري\_مرستې

🌐

Author