د ۲۰۲۶ کال د خوراکي بحرانونو د نړیوال راپور له مخې، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې پنځم ځای لري چې له سختې لوږې سره مخ دي. دا راپور د ملګرو ملتونو د ادارو او د هغوی د شریکانو لخوا خپور شوی دی.
شمېرې ښیي چې ۱۷.۴ میلیونه افغانان چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۳۶ سلنه جوړوي، د خوړو له نه خوندیتوب سره مبارزه کوي. له دې ډلې څخه تر څلور میلیونه زیات کسان د قحطۍ په بېړني حالت کې ژوند کوي.
دا ټکان ورکوونکې شمېرې په داسې حال کې خپریږي چې نایجریا، سوډان او یمن د لوږې په لوړو کچو کې دي. نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې لوږه اوس یو دوامداره او مخ پر ودې نړیوال ننګونه ګرځېدلې ده.
#افغان #افغانستان #لوږه #خوراکي\_بحران
🌐