ان بي سي نیوز راپور ورکړی چې سعودي عربستان، ډونالډ ټرمپ دې ته اړ کړی چې د هرمز تنګي د ازادۍ پروژه ودروي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې ریاض له دې پوځي عملیاتو سره خپل کلک مخالفت وښود.

د راپور پر بنسټ، سعودي واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې د دې عملیاتو لپاره به ورته د خپل هوایي حریم او اډو د کارولو اجازه ورنکړي. د ټرمپ او سعودي ولیعهد ترمنځ ټیلیفوني خبرو هم دا ستونزه حل نه کړه.

په پای کې د امریکا ولسمشر اړ شو چې د ازادۍ عملیات ودروي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د پاکستان دیپلوماتیکو هڅو ته فرصت ورکړي. لوېدیځ متحدین هم د ټرمپ په دې ناڅاپي اقدام حیران شوي وو.

#امریکا #سعودي #منځنی\_ختیځ

🌐

Author